www.heratonline.com
English | صفحه اول | اخبار | اسلام | فرهنگ | سیاست | صدا و تصویر | رهنمای هرات | در باره ما | پشتو

اختره ! دلته مه راځه ماتم دی
د پروفیسور احمد فرید ثمین لیکنه

که څوک یې منئ او که نه، خو ښکاره او جوته خبره ده چې په روان ناورین کې مو هر څه له لاسه ورکړل. نه راته کور پاتی شو او نه هم کلی ، نه راته سړک پاتی شو او نه هم پل ، نه راته لرغونی آثار پاتی شول او نه هم قیمتی کاڼې او ډبرې ، نه راته هغه داحمدبابا او میرویس نیکه ګتلی پرونی شان او دبدبه چی د آسونو ځغاست به یې ډيلی او مشهد لړزاوه او نه هم د میرمن ملالی میړانه او نارینتوب. خلاصه افغان ولس دهر چا دخندا شو. څوک مو قاچاقبر بولی او څوک مو بزمچ ، څوک مو پدر سوخته ګڼي او څوک مو مهاجر سړی نه سړی. عادی افغانان خو پریږده چې حتی نیکټایی دار دیپلوماتان مو په نړیوالو هوایی ډګروکې بی پته کیږی. نو په دی خاوره کې به اختر څه معنی ولری چې حتی مشران مو دخپلې پوزې د پاکولو اختیار او صلاحیت نه لری.

دا لومړی اختر نه دی چې مظلوم افغان ولس یی د سرو وینو په سیلاب کې هرکلی کوی . مونږد درییو لسیزو څخه را پدیخوا اخترونه دمرمیو او گولیو په باران کې بدرګه کوو. کله شورویان راباندې د نیپال بمونه غورځوی او بیا کله دا نور راباندی د “هوښیارو بمونو” پیرزوينه کوی ، کله طالب صاحبان مو په انتحاری بریدونو کې حتی جوماتونه راته شهید کړی، کله ایرانیان د اختر خوشالۍ د پوهنتون یا دانشگاه په اختلاف راته بدله کړی او کله پاکستان د خپل اتوم بم فاضله مواد راته د اختر د سوغات په نوم راکړي، او ډیر ځله بیا ددې خاورې اصلی بچیان روغ لیونی شی او لکه د گور چینجیان سره په جنگ اخته شی. نو ځکه دلته اختر او برات هیڅ معنی نه لری.

په نورو هیوادو کی ماشومان داختر په ورځ کې پارکونو او باغونو کې چکر وهی، خو زمونږ ماشومان بیا په ژړاندو سترگو هدیرو ته ځی تر څو د خپل اباجان او مورجانی قبرونه ووینی. په نوره نړۍ کې ماشومان داختر په ورځ کې نوې جامی اغوندې، خو دلته افغان ماشومان بیا په خیټه وږی دی. په نوره نړۍ کې د اختر په ورځ کې نجونی ډلې ډلې په خپلو لاسو نکریزی ږدی، خو دلته بدبخته افغان نجونی پخپلوسرو وینو کی لمبیږی. په نوره نړۍ کې خلک یوبل ته د اختر مبارکی وایی خو دلته مونږ د خپلو شهیدانو د اختر دوعاگانی کوو

. خدایږو هیح نه پوهیږم چې ولی دا ټولې نړۍ زمونږ په تباهی پسې را خيستې ده او هر یویې زمونږ د بربادی لپاره بیل بیل پلانونه او سوچونه لری

هوکې ! ریښتیا هیره مو وه چې هغوی زمونږ نه د خپل سکندر غچ اخلی ، هغوی رانه د خپل گرگین کسات په هرات کې اخلی ، هغوی تراوسه د ډاکتر برایډن کیسه نه ده هیره کړی ، هغوی د جنرال کروموف یادونه په سر کې لری، هغوی د خمینی مفکورې په کابل کې په پلی کوی، هغوی د جنرال حمیدګل د خیالونو او سوچونو راج په افغانستان کې غواړي، هغوی دسومنات بت غچ رانه په کابل کې اخلی ، هغوی تراوسه د هلاکو دهلاکت داستان ندې هیر کړی او هغوی د بریژینف غوندې پوچ خیالونه بیا په سر کې لری

نوځکه تاته وایم ای اختره

! دلته مه راځه مونږه په کړاوڼو کې یو، مونږه په سرو وینو کې لمبیږو ، مونږه نوې جامې خو پریږده چې حتی وچه ډوډی نه لرو، زمونږ ماشومان په خیټه وږی دی او دیر هیواد وال مو دلوږې څخه حتی بوټی او د ونوو ریښې خوری. نو ځه لاړ شه کوم بل بډای و هوسا هیواد ته کیدای شی هغوی دی تود هرکلی وکړی

منبع: سایت گران افغانستان



Copyright © Mohammad Youssof Qawwam, All rights reserved to Heratonline.com
کليه امتيازات و حقوق اين سايت محفوظ ميباشد
Phentermine - Please promote this Phentermine Resource Online site by keeping this counter as it is.

Currently : visitors online.
Powered by:
Online Count.
Seven days report